سينئر سفارتکار آصف علي خان دراني افغانستان لپاره د پاکستان خصوصي استازې ټاکلې شويدې،وزيراعظم شهبازشريف د آصف علي خان دراني د تعيناتۍ منظوري ورکړيده
د خارجه دفتر طرف نه جاري شوې نوټي فکيشن مطابق وزيراعظم شهبازشريف د آصف علي خان دراني افغانستان لپاره د پاکستان خصوصي استازي منظوري ورکړيده
سينئر سفارتکار آصف علي خان دراني دې نه وړاندې متحده عرب امارات کښې د پاکستان سفير وو
آصف علي خان دراني کابل کښې د مشن ډپټي هيډ، پاکستاني هائي کمشن نوې دهلي کښې سيکنډ سيکريټري، تهران کښې فرسټ سيکريټري، نيويارک کښې قونصلر اولندن کښې ډپټي هائي کمشنر هم پاتې شويدې