آصف علي زرداري د تيلو په قيمتونو کښې په اضافه باندې انديښنه څرګنده کړي

آصف علي زرداري د تيلو په قيمتونو کښې په اضافه باندې انديښنه څرګنده کړي،وئيلي ئي دي چې په داسې قسمه فيصلو کښې پکار وه چې مشاورت شوے وے،آصف علي زرداري وئيلي چې د وزيراعظم سره به ملاقات کوم او ورسره به د معاشي ټيم متعلق خبره هم کوم
د پاکستان پيپلزپارټۍ د آفيشل ټويټر اکاؤنټ نه ټويټ شوي،پکښې ليکلے شوي چې پخواني صدر آصف علي زرداري وئيلي چې مونږ حکومت کښې په دے وجه راغلي وو چې خلکو ته ريليف ورکړو او عوام ته ريليف ورکول زمونږه لومړۍ ترجيح پکار ده آصف علي زرداري وئيلي چې پاکستان پيپلزپارټي د حکومت برخه ده او د وزيراعظم سره يو خو په دا رنګې فيصلو کښې زمونږ سره مشاورت پکار وو ،آصف علي زرداري د وزيراعظم سره د ملاقات اشاره ورکړي وئيلي ئي دي چې د ملاقات دوران به د وزيراعظم شهباز شريف سره د معاشي ټيم متعلق هم خبره کوؤم