آل پارټيز کانفرنس کښې د دعوت په اړه دپي ټي آئي مشرانو بيل بيل مؤقف راغلې

تخت بهائي کښي دپي ټي آئي کارکنانو پخواني ايم اين اے او ايم پي اے احتساب کولو غوښتنه کړې

آل پارټيز کانفرنس کښې د دعوت په اړه پاکستان تحريک انصاف مشرانو بيل بيل مؤقف راغلې،پخوانې د قامي اسمبلي رکن فواد چوهدري وائي چې مونږ ته د حکومت لخوا په دې کانفرنس کښې رسمي بلنه نۀ ده ميلاؤ شوې بلخوا د پاکستان تحريک انصاف رهنما او پخوانې د قامي اسمبلي اسپيکر وائي چې د دومره مهم کانفرنس بلنه څوک په ټيلي فون نۀ ورکوي

پيښور کښې د پوليس لائن دهماکې ورستو د وزيراعظم شهباز شريف لخوا رابلل شوي آل پارټيز کانفرنس کښې د دعوت په اړه پاکستان تحريک انصاف مشرانو بيل بيل مؤقف راغلې،پخوانې د قامي اسمبلي رکن فواد چوهدري وائي چې مونږ ته د حکومت لخوا په دې کانفرنس کښې رسمي په توګه بلنه نۀ ده ميلاؤ شوې،که چرې د کانفرنس کښې د ګډون لپاره مونږ ته رسمي بلنه ميلاؤ شوه نو بيا به په دې اړه مشاورت کولې شي بلخو اد پي ټي آئې رهنما او پخواني قومی اسمبلی اسپيکر اسد قيصر ويلي دي چی امن لپاره ټول اختلافات حکومت سره هيراولو ته تيار يو خو ضرورت د خبرې دې چی حکومت هم خپل طرز عمل بدل کړي، دحکومت لخوا ماته د ټيلي فون په ذريعه اې پي سي کښې د ګډون لپاره بلنه راکړل شوې، اسد قيصر اوئيل چې د دومره مهم کانفرنس بلنه څوک په ټيلي فون نۀ ورکوي ،هغه د‌حکومت دا رنګ رويه غير آئينی بللې او وئيلي دي چې په داسې ماحول د يکجهتي سوال نا پيده کيږي