آواران کښې سيکيورټي فورسز آپريشن دوران څلور دهشت ګرد وژلي

0
43
آواران کښې سيکيورټي فورسز آپريشن دوران څلور دهشت ګرد وژلي

آواران کښې سيکيورټي فورسز په انټيلي جينس بنيادونو آپريشن کړے ، آئي ايس پي آر وائي چې آپريشن دوران څلور دهشت ګرد وژلے شويدي ، دهشت ګردو نه وسله او ګوله بارود هم برآمد کړے شويدي ، هلاک دهشت ګرد په سيکيورټي فورسز باندې حملو کښې ملوث وو
آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيانيه کښې وئيلے شوي چې سيکيورټي فورسز د بلوچستان په آواران علاقه کښې انټيلي جنس بنيادونو باندې آپريشن کړيدے
آئي ايس پي آر بيانيه کښې وئيلے شوي چې آپريشن دوران د بي ايل ايف څلور دهشت ګرد وژلے شويدي ، ترهه ګرو نه وسله او ګوله بارود هم برآمد کړے شويدي
آئي ايس پي آر زياتوي چې دغه دهشت ګرد مشکئي علاقه کښې سيکيورټي فورسز باندې حمله کښې ملوث وو، مشکئي حمله کښې د پاک فوځ پينځه اهلکار په حق رسيدلي وو