آکسفورډ يونيورسټي راحت فتح علي خان ته اعزازي ډاکټريټ ډګري ورکړے

آکسفورډ يونيورسټي راحت فتح علي خان ته اعزازي ډاکټريټ ډګري ورکړے

پاکستاني ګلوکار راحت فتح علي خان ته يو بل اعزاز ملاو شوے, دموسيقې په ميدان کښې ګرا قدر خدماتو په وجه اکسفورډ يونيورسټي راحت فتح علي خان ته اعزازي ډاکټريټ ډګري ورکړيده ۔دګري ملاويدو نه پس به راحت فتح علي خان اکسفورډ ټاون هال کښې پرفارمنس هم کوي
لندن کښې اکسفورډ يونيورسټي لخوا نامور پاکستاني ګلوکار راحت فتح علي خان ته د پي ايچ ډي اعزاي ډګري ورکړے شويده۔ راحت فتح علي خان د دنيا نامور تعليمي ادارے نه اعزازي ډګري ملاويدو باندے د خوشالئي څرګندونه کړيده اووئيلي دي چې موسيقي سره مينه کولو هغه د عزت او شهرت بلندئي ته رسولے دے ۔
نامور پاکستاني ګلوکار زياته کړيده چې دے مهال دولس سوه شاګردان دي ۔ کوم چي مانه شپږ زره کاله زوړ تاريخ لرونکے صوفي موسيقې يعني د قوالي زدکړے ترلاسه کوي