آ رمى چيف جنرل راحيل شريف د ترکى صدر سره ملاقات کړے

آ رمى چيف جنرل راحيل شريف د ترکى صدر سره ملاقات کړے او کثيرالقومى پوځى مشقونو کښې ئې د پاکستان شرکت ستائلې دې   او د مشقونو جاج باندې ئې د پاک پوځ سرلښکر شکريه ادا کړيده 

د پاک پوځ اطلاعاتو شعبې آئى ايس پى آر وينا ترمخه آرمى چيف د ترکى دورې پرمهال ترک صدر سره ليده کاته کړيدى 
په دې موقع ترک صدر کثر القومى پوځى مشقونو کښې د پاک پوځ ګډون ستائلې او د دې جاج اخيستو باندې ئې د جنرل راحيل شريف شکريه هم ادا کړيده 
آئى ايس پي آر مخکښې وائى چې ترک  صدر آپريشن ضرب عضب کښې د پاک پوځ کردار ستائنه هم کړيده او وئيلى دى  چې دې مشقونو کښې د پاک پوځ شرکت سره به د پاکستان او ترکى ترمينځه اړيکې نورې مظبوطيږى
آئى ايس پى آر زياتوى چې پاکستان او ترکى ترمينځه تير شوى درې کالو کښې د دوه پنځوس مشترکه پوځى مشقونو تابيا شويده 
پوځى مشقونو کښې پاکستان او ترکى نه علاوه د امريکې ، برطانيې ،بيلجئيم ، سعودى عرب او قطر وسله وال پوځ هم ګډون کړيدے