ائى ايم ايف د پاکستان معاشى کارکردګۍ نه مطميئن دې ، اسد عمر

ائى ايم ايف د پاکستان معاشى کارکردګۍ نه مطميئن دې ، اسد عمر

د قامى اسمبلې د خزانې قائمه کميټى چيئرمين اسد عمر دعوی کړې چې ائى ايم ايف د پاکستان معاشى کارکردګى نه مطميئن دې ولې کميټې غړو د ائى ايم ايف وفد د خپلو خدشاتو نه خبر کړېدى
د قائمه کميټى ان کيمره غونډې نه پس اسد عمر ميډيا ته اووئيل چې ائي ايم ايف وفد هم غونډه کښې ګډون اوکړو۔ اسد عمر وائى چې د ټيکس امدن زياتيدو باندې د ائي ايم ايف وفد مطميئن وو او اووئيل چې معيشت په درست سمت روان دې
پخواني وزير اووئيل چې ائي ايم ايف وفد سره د توانائي اصلاحاتو باندې خبرې وشوې۔ دائي ايم ايف وفد مشري ډائريکټر مډل ايسټ جيهاد اظهور کولواو د ائي ايم ايف پاکستان مشن مشر او کنټري نمائنده هم په غونډه کښې موجود وو