ابامه د ريپبلکن پارټۍ صدارتي اميدوار ډونلډ ټرمپ باندې نيوکې کړي

0
39
د امريکې صدر باراک ابامه د ريپبلکن پارټۍ صدارتي اميدوار ډونلډ ټرمپ باندې نيوکې کړي او وئيلې دي چې امريکائي صدر کيدل يو سنجيده کار دې ، دا د رئيلټې شو ميزباني نه ده
کيليفورنيا کښې د آسيان غونډې ختميدو وروستو پريس بريفنګ کښې باراک ابامه  په  ري پبلکنز سخت ټکونه اوکړل  او وے وئيل چې د ري پبلکنز د بيان  بازۍ لوجې  ټوله نړې کښې د امريکې لپاره مسئلې پيدا کيږې
امريکائي صدر اوئيل چي د مسلمانانو پر ضد  بيان بازې سره ووټونه نشي اغيستې کيدې او يواځې ټرمپ نه بلکه د ټولو ري پبلکنز دا حال دے ،د امريکې صدر جوړيدل ګران  او سنجيده کار دے ، دا د رئيلټي شو ميزباني نه ده ،هغوي دا هم اوئيل چې هغوي په امريکائي اولس باندي باور لري او ډونلډ ټرمپ چرې هم صدر نشي جوړيدې
دے نه وړاندے د امريکائي صدر ټاکنې زغل کښې شامله د ډيموکريټک اميداورې هيلرې کلنټن  هم د يوې جلسې دوران  په  ري پبلکنز باندي سختې نيوکې کړے وے  او  د سپي سره ورله تشبيه ورکړے وه 
واضحه دې وي چي د جنوبي کيرولائنا رياست کښې د پرائمري پولنګ نه وړاندے  د ډيموکريټس او ري پبلکنز ترمينځه د يو بل پر ضد بيان بازۍ کښې تندې راغلې ده  او هغوي په يو بل سخت ټکونه کوي