اتلسم ترميم د ملک د سلامتيا او يووالى ضامن دې، اسفنديارولى

اتلسم ترميم د ملک د سلامتيا او يووالى ضامن دې، اسفنديارولى

د صدر مملکت لخوا اتلسم ترميم په حقله بيان باندي د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفندريار ولي خان ردعمل راغلے، ويلي چې اتلسم ترميم د ملک د سلامتيا او يووالي ضامن دے او چې څوک هم په خود مختارۍ يقين ساتي هغه به ترميم باندي د نظر ثاني خبره نه کوي
دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي صدر اسنفديارولي خان د اتلسم ترميم په حقله خپل بيان کښې وئيلي چې په اتلسم ترميم د صدر مملکت لخوا بيان راتلل د هغه د منصب خلاف خبره ده، او که ډاکټر عارف علوي ډير شوق کيږي نو استعفي دے ورکړي او د پي ټي آئي په صف کي دي دوباره اودريږي
هغه زياته کړيده چې ټولې صوبي د اتلسم ترميم نه مطمئن دي بايد چې صدر مملکت د خپلې عهدې په خپله احترام اوکړي