اته پاکستانيان کرائسټ چرچ کښې خاورو ته سپارلي شوي

0
38
اته پاکستانيان کرائسټ چرچ کښې خاورو ته سپارلي شوي

نيوزي لينډ کښې جوماتونو حملو کښې شهيد شوي اته پاکستاني وګړي کرائسټ چرچ کښې خاورو ته سپارلي شويدي،ترجمان دفتر خارجه وائي چي نيوزي لينډ ته تلو لپاره د شهيدانو شل لواحقينو سهوليات ورکړي شويدي
د خارجه دفتر ترجمان ډاکټر محمد فيصل ټويټ کښې وئيلي دي چي په جوماتونو حملو کښې شهيد شوي اته پاکستانيانو مړي کرائسټ چرچ کښې خاورو ته سپارلي شويدي چي پکښې د شهيدانو لواحقينو پشمول په زرګونو کسانو شرکت کړې
ډاکټر فيصل دا هم وئيلي دي چي سانحه کرائسټ چرچ کښې شهيد شوي اريب احمد ميت به راتلونکي څو ورځو کښې پاکستان ته راورسي او په دې اړه د هغوي کورانيې سره په رابطه کښې يو
بلخوا د سانحه کرائسټ چرچ هيرو نعيم راشد ته مقامي ځوانانو خپل انداز کښې خراج تحسين وړاندې کړيدې ،د نعيم راشد او طلحه راشد ميتونه د پاکستان او نيوزي لينډ قومي جهنډو کښې ورثاو ته سپارلې شويدي