موسمياتو محکمې روان اتوار اته ويشتم مئي نه په ټوله خيبر پښتونخوا کښې وقفې وقفې او پړق پړوق سره د باران پيشن ګوئي کړې،موسمياتو محکمې مطابق باران دغه سلسله به تر يو ديرشم مئي پوري جاري وي،بلخوا پي ډي ايم اے د صوبي ټولو انتظاميي ته مراسله جاري کړي،
موسمياتو محکمې د ګرمې شدت کښې اضافې نه پس خوشخبري اورولې، موسمياتو محکمې لخوا جاري شوي رپورټ ترمخه راروان اتوار ورځ نه د صوبې بالائي او ميداني سيمو کښې پړق پړوق سره د باران امکان ښودلې
موسمياتو محکمې وئيلي چې د روانې مياشتې اته ويشتم مئي نه تر يو ديرشم مئي پورې د وقفې وقفې او پړق پړوق سره باران کيدلې شي،باران سره به د ګرمې شدت کښې کمې راشي او درجه حرارات هم درې څلور درجې کميدو امکان دې
بلخوا پي ډي ايم اے حساس بالائي علاقو کې د مشينرۍ يقيني کولو او د برساتي نالې نګراني متعلقه ادارو ته احکامات هم جاري کړي