اجمل وزير پيښور کښې د يوم عاشور په موقع سيکيورټي انتظاماتو جائزه اخستي

اجمل وزير پيښور کښې د يوم عاشور په موقع سيکيورټي انتظاماتو جائزه اخستي

د خيبر پختونخوا حکومت ترجمان اجمل وزير پيښور کښې د يوم عاشور په موقع شوي سيکيورټي انتظاماتو جائزه اخستي او د جلوسونو لارو دوره ئي کړيده، اجمل وزير تمام انتظامات تسلي بخش ګرځولي او وئيلي دي چي د صوبي حالات وړاندي نه ښه شويدي ،
نن د يوم عاشور په موقع د خيبر پختونخوا حکومت ترجمان اجمل وزير پيښور کښې د سيکيورټې انتظاماتو جاج اخستي او د مختلف حساس سيمو په شمول د هغه ټولو لارو دوره ئي کړيده په کوم به چي جلوسونه تيريږې،
اجمل وزير صوبائي حکومت لخوا ټول انتظاماتو باندي د اطمنان اظهار کړيدے او وئيلي دي چي پوليس او نور ادارو په وجه حالات قابو کښې دي
د صوبائي حکومت ترجمان اووئيل چي د خلقو تحفظ لپاره هر لمحه چمتو يوو او د صوبي حالات نه وړاندي نه بهتر شويدي