احتساب عدالتونو کښي دې کيمرے اولګولې شى، شاهدخاقان عباسى

احتساب عدالتونو کښي دې کيمرے اولګولې شى او اوولس ته دې اوښودلې شى چې عدالتونو کښې کوم قسم احتساب روان دے، د ن ليګ رهنما شاهد خاقان عباسي ميډيا سره خبري، وئيلي دي چي ملک کښې اصل احتساب د عوام روان دے، شاهد خاقان عباسي وينا وه چي ملک دي د آئين مطابق اوچلولے شي،د هيڅ انتخابي اصلاحات ضرورت نيشته

احتساب عدالت کښې پيشۍ نه پس ن ليګ رهنما او پخواني وزير اعظم شاهد خاقان عباسي عدالت نه بهر ميډيا سره خبري کړيدي، وئيلي دي چي ملک کښې کوم احتساب روان دے، هغه عدالتي کارروائي دي اوولس ته هم اوښودلے شي، حکومت د اپوزيشن خلاف بے بنياده کيسونه جوړ کړے دي شاهد خاقان عباسي مطابق وزير اعظم د بازار دورے دوران خلقو اوکتل چي سامان پروت وو خو د اخستو والا څوک نه وو، عمران خان چي د کوم کار نګراني پخپله کوي، هم د هغي بيا بيړه غرقه وي، شاهد خاقان ترمخه حکومت رمضان کښې د خوراکي څيزونو نرخونو کمولو وعده کړي وه ولي اپريل مياشت کښې ګراني نوره هم زياته شويده، انتنخابي اصلاحات متعلق د شاهد خاقان عباسي وينا وه چي اليکټرانک ووټنګ مشين د مسلے حل نه دے، ملک دي د آئين مطابق اوچلولے شي، هيڅ انتخابي اصلاحات ضرورت نيشته رهنما ن ليګ وئيلي دي چي ملک کښې کورونا کيسونو کښې ورځ تر بله اضافه روانه ده ولي حکومت د کروړونو ابادۍ لپاره د يو څو لاکه ويکيسن خبره کوي