احتساب عدالت ايل اين جي کيس کښې شاهد خاقان په جسماني ريمانډ نيب ته اوسپارو

موجوده حکومت د انتقامي پاليسو لوجې د جمهوريت لوئې نقصان کيږي: شاهدحاقان عباسي

تير وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ايل اين جي کيس کښې احتساب عدالت اسلام آباد ته وړاندې کړے شوے ، نيب د عدالت نه د ملزم د څوارلس ورځو جسماني ريمانډ خواست کړے وو، خو عدالت ورله د ديارلسو ورځو جسماني ريمانډ منظور کړو ، عدالت د شاهد خاقان عباسي سره د خاندان نزدے کسانو د ملاقات اجازت ورکړے ، د پارټۍ ترجمانه مريم اورنګزيب هم د شاهد خاقان عباسي سره ميلاويدلے شي
ايل اين جي سکينډل کيس کښې نيب چارواکو تير وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د احتساب عدالت جج محمد بشير په وړاندې پيش کړو ،
نيب د عدالت نه د ملزم د څوارلس ورځو جسماني ريمانډ غوښتنه اوکړه چې پرې تير وزيراعظم شاهد خاقان عباسي عدالت ته ووئيل چې که د جج صيب زړه غواړي نو په لس اتيا ورځو مې دې په ريمانډ ورکړي خو دا دې راته اوئيلے شي چې په ما الزام څه دے ؟ کنه هسې سياسي مقدمه راباندې جوړه کړے شوې ده،
د شاهد خاقان د خبرې په جواب کښې جج محمد بشير ووئيل چې قانون کښې داسې نيشته چې په يو ځائې لس اتيا ورځې جسماني ريمانډ ورکړے شي
د سماعت په موقع وکيل صفائي د عدالت نه خواست اوکړو چې ملزم ته دې د خاندان د نزدې رشته دارو سره د ملاقات اجازت ورکړے شي،
عدالت د ملاقات اجازت ورکړو ولې وئې وئيل چې ملزم د هغه رشته دارو سره ميلاويدلے شي چا سره چې بلډ ريليشن لري ، البته د پارټۍ ترجمانې مريم اورنګزيب ته هم اجازت ورکړے شو چې د ملزم سره ملاقات کولے شي
د نيب د استدعا په جواب کښې عدالت ملزم شاهد خاقان عباسي د يکم اګست پورې په ديارلسو ورځو جسماني ريمانډ نيب ته حواله کړو