احتساب عدالت ايل اين جې کيس د خاقان عباسې جوډيشل ريمانډ کښې توسيع کړې

احتساب عدالت ايل اين جې کيس د خاقان عباسې جوډيشل ريمانډ کښې توسيع کړې

اسلام آباد احتساب عدالت کښې ايل اين جې کيس سماعت شوې،عدالت د پخوانې وزيراعظم شاهد خاقان عباسې جوډيشل ريمانډ کښې څلورمې فرورې پورې توسيع کړې ده
د اسلام آباد احتساب عدالت جج محمد بشير د ايل اين جې کيس سماعت کړې،پخوانې وزيراعظم شاهد خاقان عباسې پشمول نور ملزمان عدالت کښې پيش کړے شوے دې،
عدالت د نيب پراسيکيوټر په خواست د پخوانې وزيراعظم شاهد خاقان عباسې په جوډيشل ريمانډ کښې څلورمې فرورۍ پورې توسيع کړې ده،د اوګر چيئرمين عظمې عادل او پخوانې چيئرمين سعيد احمد ته ئې حاضرې يقينې کولو لپاره يو کروړ روپو مچلکے جمع کولو امر کړې دے،

شاهد خاقان عباسې اوړو بحران باندې په عمران خان او حکومت تنقيد کړېدے
عدالت د مفرور ملزم شاهد اسلام وارنټ ګرفتارۍ متعلق رپورټ هم طلب کړې او سماعت ئې څلورمې فرورۍ پورې ځنډولې دے
سماعت پر مهال شاهد خاقان عباسې خپل قانونې ټيم د ضمانت درخواست دائر کولو نه منع کړے دے،قانونې ټيم شاهد خاقان عباسې ته وئيلې چې ضمانت ستا حق دے،د مفتاح اسماعيل او شيخ عمران الحق ضمانتونه هم منظور شوې،شاهد خاقان قانونې ټيم ته جواب ورکړې چې ضمانت درخواست مه دائر کوے،دا بے بنياده مقدمه ده،بائد چې دا مقدمه خارج کړے شې