احتساب عدالت دډاکټر عبدالصمد جوډيشل ريمانډ کښې دڅوارلس ورځو اضافه کړي

0
19

دپيښور احتساب عدالت د ارکيالوجي ډيپارټمنټ ډاکټر عبدالصمد په مزيد څوارلس ورځي جوډيشل ريمانډ جيل ته ليګلے دے، بلخوا د ملزم وکيل عدالت ته اوئيل چي تر دي دمه نيب د ملزم په ضد ريفرنس نه دے دائر کړے
د غير قانوني بهرتيانو او قيمتي نوادرات غائبولو په الزام نيولي شوي د ارکيالوجي ډيپارټمنټ ډائريکټر ډاکټر عبدالصمد د پوارلس ورځو په مزيد جوډيشل ريمانډ جيل ته ليګلے شويدي
په دي موقع د ملزم عبدالصمد وکيل عدالت ته اووئيل چي نيب لخوا د ملزم په ضد ريفرنس نه دي دائر کړے شوي، او دا چي ملزم د ريفرنس نه مخکښي دفرورئ په څوارلسمه نيټه ګرفتار کړے شويدي
د ملزم د وکيل وينا وه چي د اپريل په دويمه نيټه به پيښور هائيکورټ کښي په دي اړه سماعت کولے شي
ياده دي وي چي د خيبر پښتونخوا نيب لخوا د ارکيالوجي ډيپارټمنټ ډائريکټر ملزم عبدالصمد د فرورئ په دويمه نيټه ګرفتار کړے شوي وو،کوم چي د څوارلس ورځو په جوډيشل ريمانډ جيل ته اوليګلے شو