احتساب عدالت د حمزه شهباز په جوډيشل ريمانډ کښې اتويشتم نومبر پورې توسيع کړې

احتساب عدالت د حمزه شهباز په جوډيشل ريمانډ کښې د څوارلس ورځو توسيع کړي

د لاهور احتساب عدالت کښې رمضان شوګر ملز کيس سماعت شوے ، سماعت پر مهال د جج او حمزه شهباز ترمينځه د سختو ټکو تبادله هم شوې ، عدالت د حمزه شهباز په جوډيشل ريمانډ کښې اتويشتم نومبر پورې توسيع کړې
د لاهور احتساب عدالت کښي رمضان شوګر ملز کيس سماعت شوے، کوټ لکهپت جيل چارواکو حمزه شهباز عدالت کښې پيش کړے
سماعت پرمهال جج امجد نذير چوهدري کمره عدالت کښې ن ليګي کارکنانو په موجودګۍ باندې د غصې اظهار کړے او وئيلي دي چې ملزم دې کمره عدالت نه بهر ملاقات وکړي ، دا کمره عدالت ده ، حمزه شهباز دلته پريس کانفرنس له نه دے راغلے
حمزه شهباز هم جج له سخت جواب ورکړے چې ته ما سره کوم انداز کښې خبرې کوے ، په خپله رويه غور اوکړه ، پکار وه چې زما د سلام جواب خو دے ورکړے وے ، عدالت امر کړے چې راتلونکي سماعت باندې به حمزه نيغ کټهرے ته راځي
عدالت د حمزه جوډيشل ريمانډ کښې اته ويشتم نومبر پورې توسيع کړې ، د شهباز شريف يو ورځ لپاره حاضرۍ نه استثني درخواست هم منظور شوے