احتساب عدالت پيراګون کيس کښې دخواجه برادران جوډيشل ريمانډ اتم اګست نيټے پوري وغزو

احتساب عدالت پيراګون کيس کښې د خواجه برادران جوډيشل ريمانډ شپږ ورځو لپاره غزولي

د لاهور احتساب عدالت کښې پيراګون سټي کرپشن کيس سماعت وشو او عدالت خواجه برادران باندي فرد جرم عائد کولو لپاره د اګست اتمي نيټه مقرر کړه ، عدالت سماعت ووسته د خواجه برادران جوډيشل ريمانډ هم اتم اګست نيټے پوري وغزو ، سماعت وورسته خواجه سعد رفيق وينا وه چي حکومت نن څه کري هم هغه به صبا له ريبي
تفصيلاتو ترمخه د لاهور احتساب عدالت کښې پيراګون سټي کرپشن کيس سماعت وشو چرته چي جج جواد الحسن د کيس سماعت وکړو ، سماعت چي کله شروع شونيب انسپکټر اسرافيل عدالت ته مخامخ خواجه برادران ته د ريفرنس کاپياني وسپارلي دينه علاوه د کيس شريک ملزمان نديم ضيا ، عمر ضيا او فرحان علي په اړه رپورټ هم عدالت کښې پيش کړو
عدالتي کاروائي وورسته جج جواد الحسن خواجه برادران باندي فرد جرم عائد کولو لپاره د اګست اتمه نيټه مقرر کړه او ملزماني اتم اګست نيټے پوري جيل ته ليګلو احکامات جاري کړل
سماعت وورسته خواجه سعد رفيق ميډيا سره خبرے اترے هم وکړے او وے وئيل چي حکومت نن څه کري هم هغه به صبا له ريبي ، هغه اوئيل چي هغه نه غواړي چي عمران خان سره صبا له دا رنګ رويه اختيار کړلي شي ، هغه اوئيل چي وس هم وخت دے چي حکومت دي ميثاق جمهوريت او ميثاق معيشت وکړي ، خواجه سعد رفيق اوئيل چي حاصل بزنجو د اپوزيشن مشترکه اميدوار دے او مسلم ليګ ن مشرانو سوچ وورسته فيصله کړے
د کيس سماعت په موقع د سيکورټي سښت انتظامات کړلي شوي او د پوليس درنه نفري ځائے په ځائے کړلي شوي وه