احتساب عدالت پيپلزپارټۍ شريک چيئرمين آصف على زردارى ته فرد جرم عائد کولو لپاره سمن ليږلې دې

احتساب عدالت پيپلزپارټۍ شريک چيئرمين آصف على زردارى ته فرد جرم عائد کولو لپاره سمن ليږلې دې، دا سمن د اته ارب روپو مشکوک ټرانزيکشن په حواله ليږل شويدې او پخوانې صدر آصف علي زرداري په نهه ويشتم ستمبر باندې طلب کړي شويدې

احتساب عدالت اته ارب روپو مشکوک ټرانزکشن کيس کښې فرد جرم عائد کولو لپاره پخوانې صدر آصف علي زرداري طلب کړيدې سمن ترمخه پيپلز پارټۍ شريک چيئرمين د ستمبر نهه ويشتمې نيټے باندې غوښتل شويدې، د فرد جرم جواب ورکولو لپاره ذاتي حيثيت کښې پيش کيدل هم لازمي ګرځول شويدې مشکوک ټرانزيکشن کيس کښې نيب دريځ خپل کړېدې چې ثبوتونو ترمخه آصف علي زرداري کراچۍ کښې کرپشن په ذريعه کور جوړ کړېدې کور اخستلو لپاره آصف علي زرداري صدارتي هاؤس سرکاري اسټينو ګرافر مشتاق احمد نه اته ارب ديرش کروړه روپې اخستې وې، پيسې غير قانوني ټرانزيکشن په ذريعه مشتاق احمد اکاؤنټ نه نجي هاؤسنګ ادارې ته منتقل کړي شوي وې