احتساب عدالت کښې په وزيراعلى سندهـ مراد عليشاه د فرد جرم لګولو کاروائى موخر کړې شوې

احتساب عدالت کښې په وزيراعلى سندهـ مراد عليشاه د فرد جرم لګولو کاروائى موخر کړې شوې،جج اصغر علي وئيلي چې په اتۀ ويشتمه جولائۍ دې ملزمان عدالت ته حاضر شي نو بيا به پرې فرد جرم لګوؤ،حاضري نه پس ميډيا سره خبرو کي وزير اعلي سند وئيلي چې مونږ تل د عدالتونو احترام کړے، په سند کښې اپوزيشن ته په بجټ باندې اول هيڅ اعتراض نه وو ولې چې بجټ مو پيش کړو نو شور ئې جوړ کړو،دا ئې هم وئيلي چې حکومت خو لا پريږده چې د ايوان د عملے سره هم د اپوزيشن اراکينو رويه سمه نه ده

وزير اعلي سند چې کله نوري آباد پاور پلانټس ريفرنس کښې د اسلام اباد احستاب عدالت ته پيش شو،نو عدالت په وزير اعلي باندې د فرد جرم لګولو کاروائي موخر کړه،د احستاب عدالت جج اصغر علي وينا وه چې په اتۀ ويشمته جولائۍ باندې دې ټول ملزمان عدالت ته پيش شي نو بيا به پرې فرد جرم اولګوؤ د احستاب عدالت نه بهر وزير اعلي سند ميډيا سره خبرې کړي وئيلي ئي دي چې پيپلز پارټۍ تل د عدالتونو د فيصلو احترام کړے دے د سند اسمبلۍ متعلق د يوسوال په جواب کښې د وزير اعلي سند وينا وه چې مونږ غواړو د اسمبلۍ کاروائي اوچليږي ولې نه پوهيږم چې اپوزيشن څۀ غواړي،وائي چې کله مونږ بجټ پيش کوؤ نو اپوزيشن ته پرې هيڅ اعتراض نه وو خو چې کله مو بجټ منظور کړو نو اپوزيشن شور شورو کړو حالانکه په بجټ کښې يو هم د کټوتۍ تحريک نه دے جمع کړے د حريم شاه د وادۀ متعلق د يوے پوښتنې په جواب کښې د وزير اعلي سند وينا وه چې په دے حواله سند اسمبلۍ کښې څۀ هم نشته البته په ميډيا باندې د حريم شاه د وادۀ ډيرې چرچے دي