احتساب په نوم د اپوزيشن مشرانو خلاف انتقامى کاروائى جارى ده

د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف د سابق وزيراعظم شاهدخاقان عباسى په ګرفتارې سخت ردعمل ښودلې او وئيلى دى چې نيب او حکومت په جوړجاړى سره مسلم ليګ ن باندې يو بل ګوزار کړے او د احتساب په نوم د اپوزيشن مشرانو خلاف انتقامى کاروائى جارى ده
دا خبرې د مسلم ليګ ن صدر او اپوزيشن ليډر شهبازشريف لاهور کښې د يو خبرې کانفرنس دوران کړيدې
د هغه وينا وه چې حکومت د خپلې ناکامې او نااهلې ټوله نزله په مسلم ليګ ن غورزوى، عمران خان په يوؤلس مياشتو کښې د ملکى معيشت جنازه ويستې ده، دا ډول اقدامات د ملکى مسائلو نه د اولس توجو اړول دې
مياشهباز شريف اوئيل چې شاهدخاقان عباسى ملک کښې د لوډشيډنګ په خاتمه کښې مهم کردار ادا کړيدې، او هغه ته د نوازشريف سره د وفادارې سزا ورکوؤلې شى
هغه مخکښې اوئيل چې ملک کښې احتساب نيشته، مقصد صرف مسلم ليګ ن په نښه کوؤل دى، او داچې د احتساب په نوم اپوزيشن مشرانو خلاف انتقامى کاروائى شروع کړے شوې ده
شهبازشريف الزام اولګوؤلو چې عمران خان په عالمى کچ پاکستان بدنام کړے دې، ملک کښې عام اولس د ګرانې لوجې مشکلاتو سره مخ دى، د ټيکسونو لوجې ټريډرز او صنعتکار هم په احتجاج مجبور دى