احساس ايمرجنسې کيش پروګرام کښې د بے وسه متاثره خلکو رجسټريشن عمل جارې دے

احساس ايمرجنسې کيش پروګرام کښې د بے وسه متاثره خلکو رجسټريشن عمل جارې دے

احساس ايمرجنسې کيش پروګرام کښې د بے وسه او متاثره شوې خلکو رجسټريشن عمل جارې دے،د وزيراعظم معاون خصوصې ثانيه نشتر وائې چې تراوسه پورې درې کروړه او پينځه څلويښت لاکه نه سيوا خلکو پروګرام کښې شامليدو لپاره ايس ايم ايس کړې دې
کورونا وائرس نه متاثره شوې هنرمندانو ،مزدورانو او بے وسله خلکو لپاره شروع کړې شوې, احساس ايمرجنسې کيش پروګرام کښې رجسټريشن جارې دې،پروګرام کښې شامليدو لپاره متاثره شوې خلک په اته ،يو، اووه، يو باندې خپل شناختې کارډ نمبر ايس ايم ايس کولې شې،دغه رنګ د احساس پروګرام په ويب سائټ باندې هم متاثره شوې خلک خپل رجسټريشن کولې شې ,
د وزيراعظم معاون خصوصې ثانيه نشتر په ټوئټر جارې بيان کښې وئيلې دې چې پروګرام کښې شامليدو لپاره تراوسه پورې درې کروړه،پينځه څلويښت لاکه او شپږويشت زره نه سيوا خلکو ايس ايم ايس کړې دے،ثانيه نشتر وينا ده کوم متاثره خلک پروګرام کښې شامليدل غواړې نو هغوې دے زر تر زره په اته،يو،اووه ،يو باندې خپل شناختې کارډ ايس ايم ايس کړې