احسان ماني د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين منتخب شو

0
13
احسان ماني د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين منتخب شو

احسان ماني د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين منتخب شو،احسان ماني به دري کاله د پي سي بي د چيئرمين په هيڅ کار کوي
پي سي بي هيډکوارټر کښي نن د چيئرمين انتخاب لپاره ووټنګ عمل شيډول وو خو د احسان ماني مقابله کښي چا هم کاغذونه جمع نه کړل او هغه بغير د مقابلے چيئرمين پي سي بي منتخب شو
احسان ماني به دري کاله د چيئرمين پي سي بي په هيڅ ذمه وارئ ترسره کوي،احسان ماني د آئي سي سي يعني انټرنيشنل کرکټ کونسل صدر هم پاتے شوے دے
دے نه وړاندے د پي سي بي پيټرن ان چيف عمران خان احسان ماني د چيئرمين پي سي بي لپاره نامزد کړے وو خو ورستو عمران خان ته د خپلي غلطئ احساس اوشو او د هغه ئي د ګورننګ باډي ممبر جوړولو نوټيفيکشن جاري کړو،د چيئرمين پي سي بي انتخاب د ګورننګ باډي لس ممبران د خپل ووټ په ذريعه کوي،ګورننګ باډي اته ممبران د ريجنز او ډيپارټمنټس نه منتخب کيږي،د پي سي بي پيټرن ان چيف سره د دوه ممبرانو د ټاکلو اختياروي