احسن اقبال ملک کي د نوي انتخاباتو مطالبه کړي او وئيلي دي چي موجوده حکومت نااهله دے

احسن اقبال ملک کي د نوي انتخاباتو مطالبه کړي او وئيلي دي چي موجوده حکومت نااهله دے

د پاکستان مسلم ليګ ن احسن اقبال وئيلي دي چي په ديامير بهاشا ډېم کار شروکيدل د خوشحالۍ خبره ده ولي انديښنه ده چي دا منصوبه به هم د نيلم جهلم په رنګه د پاکستان د معيشت لپاره د نقصان سبب اوګرزي۔
احسن اقبال ملک کي د نوي انتخاباتو مطالبه کړيده او وئيلي دي چي موجوده حکومت نااهله دے
احسان اقبال وئيلي دي چي په پي ايس ډي پي کښي د ډيم لپاره صرف شپاړس اربه روپۍ کيښودے شوي دي کوم چي د طے شوي رقم نه هم دولس اربه کم دي ۔ داهم انديښنه دي چي د بهاشا ډيم منصوبے فنانشل کلوزنګ نه دے شوے۔
هغوي زياته کړه چي د منصوبے د کاميابۍ لپاره دعاګو يو ولي د حکومت د نااهلۍ لوجي ګرانه ده چي دا منصوبه سر ته اورسي۔
احسن اقبال وئيلي دي چي د بهاشا ډيم لپاره د مسلم ليګ حکومت په يوسل څليرش اربه روپو ځمکه اخستي وه دغه رنګي د اتيش اربه ډالرو منصوبے بغير د سي پيک اتهارټي نه سر ته رسولي دي۔ د ن ليګ په دور کي ترقياتي بجټ زر اربه وه او اوس صرف پنځه سوره اربه روپۍ دے۔
هغوي زياته کره چي د مسلم ليګ ن خلاف سازشونه روان دي ولي دوي به د ناکامۍ سره مخ شي۔