احسن اقبال وائى چې حکومت د اليکټرانک ووټنګ مشين نه د آر ټى ايس په رنګې نتيجه غواړى

احسن اقبال وائى چې حکومت د اليکټرانک ووټنګ مشين نه د آر ټى ايس په رنګې نتيجه غواړى،وائي چې حکومتي وزيران د خپلې خوښې انتخابي اصلاحات غواړي،دوې اوس کوشش کوي چې اليکشن کميشن بے کاره کړي

دا خبرې احسن اقبال اسلام اباد کښې په نارووال سپورټس سټي کيس کښې احستاب عدالت ته د پيش کيدو په مهال کړيدي د احسن اقبال وينا وه چې حکومت اليکشن کميشن بے کاره کول غواړي،حکومتي وزيران غواړي چې اليکشن کميشن هم د نيب په رنګې تابعدار جوړ کړي ،وائي چې حکومت د اليکټرانک ووټنګ مشين نه د آر ټې ايس په رنګې نتيجه غواړي او بله دا چې حکومتي وزيران انتخابي اصلاحات هم د خپلې خوښې غواړي احسن اقبال زياته کړې چې ضمني انتخابات غېر جانبداره وو نو څنګه پکښې حکمران جماعت ته شکست ميلاؤ شو،وائي چې درې کاله تير شو او د حکومت سره د کارکردګۍ په ځائے صرف قيصے پاتي دي