اداکار حبيب اوږدي ناروغۍ وروستو لاهور کښې پحق رسيدلے

0
130
دفلمي دنيا ستورے او نامتو اداکار حبيب الرحمن "حبيب" د اوږدي ناروغۍ وروستو لاهور کښې پحق رسيدلے دے او د هغه جنازه به نن د مازيګرمانځه نه پس ائير لائن سوسائټي لاهور کښې ادا کولےشي
تفصيلاتو تر مخه نوموړے اداکار حبيب د برين هيمرج ناروغۍ له وجي په هسپتال کښې زيرعلاج وو او د دماغو رګ شليدلو له وجې د ډيرو ورځو راهسې هسپتال  کښې داخل وو ولې نن ئې د ژوند بازي اوبائيلله او پحق اورسيدو،
 نوموړي ادا کار  په کال نورلس سوه شپږ پنځوس کښې د فلم لخت جګر نه د خپل فلمي ژوند اغاز کړے وو او د اردو او پنجابۍ ژبي په بې شميره فلمونو کښې ئې د خپل فن مظاهره کړي وه
 د حبيب د اردو ژبې مشهور فلمونو کښې "شهرت" "معصوم" "لخت جګر" اوپنجابۍ ژبي فلمونو کښي "موج ميله" "چن مُکنا" "سجن بی پرواه" او يو شمير نور فلمونه شامل دي
 د حبيب وړومبے د پنجابۍ ژبې "فلم موج ميله" وو کوم کښې چي نوموړې په کال نورلس سوه درې شپيته کښې خپل فن ښکاره کړے وو
حبيب نه صرف يواداکار وو بلکې يو ښه ډائريکټر او پروډيوسر هم وو او د خپل فن په وجه ئې کال نورلس سوه اته پنځوس او کال نورلس سوه يو شپيته کښي دوه ځل نګار "بيسټ ايکټر ايوارډ" او يو ځل کال دوه زره دوه کښي "لائف ټائم اچيومنټ  ايوارډ" هم تر لاسه کړے وو