اداکار فيروز خان د اداکارې عليزے فاطمه سره واده په رشته کښې منسلک

0
93
اداکار فيروز خان د اداکارې عليزے فاطمه سره واده په رشته کښې منسلک

د پاکستان نامتو اداکار فيروز خان ، اداکاره عليزے فاطمه سره د واده په رشته کښې منسلک شو ، د واده شاندار تقريب په کراچۍ کښې منعقد شو چې پکښې خپل خپلوانو او شوبز نه علاوه د نورو شعبو سره تعلق لرونکي اعلي شخصياتوهم شرکت کړے وو
د اداکار فيروزخان واده شاندار تقريب تېره ورځ په کراچۍ کښې منعقد شوے وو، د واده تقريب ډېر په شاندار او روايتي انداز کښې ترسره شو، نکاح رسم نه پس شريک کسانو فيروز خان او عليزے فاطمه د دواړو لپاره دعاګانې اوغوښتې او د واده ومبارکيانې ئې ورکړې
تقريب کښې اداکاره ميرا ، عروه حسين او فرحان سعيد پشمول يوشمېر اداکارانو هم شرکت وکړو
حمائمه ملک د واده تصويران او ويډيوز په سوشل ميډيا مينه والو سره شيئر کړل کوم چې په سيکنډونو کښې وائرل شول