ارجنټينا پاکستان نه دولس جے ايف تهنډر جازونه اخستو اراده لرى

جنوب امريکائي ملک ارجنټينا پاکستان نه دولس جے ايف تهنډر جازونه اخستو اراده لري، ، ارجنټينا دې مقصد لپاره خپل بجټ کښې شپږ شپيته کروړه ډالر مختص کولو تجويز ورکړي

جنوب امريکائي ملک ارجنټينا خپل د فضائيه ميراج طيارے ګراؤنډ کړي د کوم ورستو چي ارجنټائن ائير فورس د جنګي طيارو کمي سره مخ شويدې، دغي کمي پورا کولو لپاره ارجنټينا اراده لري چې پاکستان نه دولس جنګي طيارے واخلي، دې مقصد لپاره کال دوه زره دوويشت بجټ کښې ئي شپږ شپيته کروړه او څلويښت لکه ډالر مختص کولو تجويز ورکړې دې ارجنټينا کال دوه زره پنځلس نه سويډن او جنوبي کوريا څخه هم جنګي طيارے اخستلو کوشش روان کړې وو خو برطانيه دغه کوششونه ناکامه جوړ کړي،