ارمى چيف جنرل قمرجاويد باجوه سره د ترکى وزير دفاع ملاقات کړې

آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره د ترک دفاع وزير ملاقات کړې، دواړو د باهمي تعاون، منطقه کښې د امن و استحکام کوششونو زياتولو باندې اتفاق کړې، ملاقات کښې د شريکې دلچسپې او دفاعي، سيکيورټي تعاون په امور هم خبرې اترې شوې

آئي ايس پي آر لخوا جارې شوې بيان کښې وئيلي شويدي چې د پوځ سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه سره جي ايچ کيو کښې د ترک دفاع وزير ليده کاته کړيدي ملاقات کښې د شريکې دلچسپې، دفاعي او سيکيورټي تعاون په امورو تبادله خيال شوېدې، ولې د نړې کښې سيکيورټي صورت حال بلخصوص د افغان امن عمل په اړه امورو باندې خبرې اترې شويدي دواړو د باهمي تعاون او نړې کښې د امن و استحکام کوششونو زياتولو باندې هم اتفاق کړېدې، ترک دفاع وزير د علاقائي او نړيوال امور باندې د پاکستان موقف ملاتړ کړېدې