ارمى چيف جنرل قمر باجوه سره دازاد کشميرصدر مسعود خان ملاقات کړې

ارمى چيف جنرل قمر باجوه سره دازاد کشميرصدر مسعود خان ملاقات کړې

ارمى چيف جنرل قمرجاويدباجوه سره د ازاد کشميرصدر مسعود خان ملاقات کړې ورسره ئې مقبوضه کشمير کښې د بشرى حقونو معاملاتو او هندى پوځونو لخوا د لائن اف کنټرول خلاف ورزۍ په اړه خبرې کړى
ائى ايس پى ار لخوا جارى شوې بيان ترمخه ارمى چيف وئيلى چې پاک پوځ د کشمير اولس ستونزو حال کولو لپاره هر قسمه مرستې ته تيار دې او دې مقصد لپاره به د کشميرى اولس سره اوږه په اوږه ولاړ وى
جى ايچ کيو پنډۍ کښې ارمى چيف د ازادکشمير صدر مسعود خان سره د خبرو اترو په موقع د کشمير ازادۍ او کشميرى اولس سره د اودريدو عزم څرګند کړې
دواړو مشرانو په ملاقات کښې د مقبوضه کشمير په حالاتو او د لائن اف کنټرول په موجوده صورتحال هم خبرې شوى