ارمى چيف د پاک پوځ لخوا سول انتظاميې ته د قاطى ملخانو خاتمې لپاره د مرستې وړانديز کړې

ارمى چيف د پاک پوځ لخوا سول انتظاميې ته د قاطى ملخانو خاتمې لپاره د مرستې وړانديز کړې

ارمى چيف جنرل قمرجاويد باجوه د پاک پوځ لخوا سول انتظاميې ته د قاطى ملخانو خاتمې لپاره د هر قسمه مرستې وړانديز کړې او وئيلى ئې دى چې د غذائى تحفظ لپاره د قاطى ملخانو خاتمه ضرورى ده
دا خبرې ارمى چيف جى ايچ کيو پنډې کښې د نيشنل لوکسټ کنټرول سينټر يعنى اين ايل سى سى دورې پرمهال کړى دى
ارمى چيف ته په دې موقع د پاک پوځ انجنيرنګ ان چيف ليفټننټ جنرل معظم اعجاز ملک کښې د قاطى ملخانو حملې ،د دې افت مخنيوى او ممکنه نقصان په اړه تفصيلى بريفنګ ورکړې
ارمى چيف د قاطى ملخانو مخنيوى لپاره د حکومت او اين ايل سى سى ګامونو ستائنه کړې او وئيلى ئې دى چې د خوراک ضرورياتو تحفظ لپاره دغه ګامونه د ستائنې وړ دى
ارمى چيف وئيلى چې د قاطى ملخانو په اړه مرکزى حکومت د قامى ايمرجنسى اعلان کړې او پاک پوځ به د دې افت مخنيوى لپاره سول انتظاميې سره هر قسمه مرسته کوى
ارمى چيف زياته کړې چې د قاطى ملخانو د ملک په معيشت منفى اثر مخنيوى لپاره هم د کوټلى ګامونو ضرورت دې

blank