ارمى چيف سره د چين سفير ملاقات

آرمى چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره د چين سفير نونګ رانګ په جى ايچ کيو کښې  ملاقات کړې ،دواړو ترمينځه باهمى دلچسپې امور او افغان امن عمل باندې تبادله خيال شوې، آئى ايس پى آر وائى چې د پاک چين اقتصادى راهدارى په پرمختګ پشمول علاقائى سلامتيا امورو باندې هم خبرې شوى

آئى ايس پى آرترمخه د چين سفير نونګ رانګ په جى ايچ کيو کښې آرمى چيف جنرل قمر جاويد باجوه سره ملاقات کړېدې، دواړو ترمينځه د پاک چين اقتصادى راهدارى په پرمختګ پشمول علاقائى سلامتيا امور باندې هم خبرې شوى

آئى ايس پى آر وائى چې ملاقات په وخت  د باهمى دلچسپې امور او افغان امن عمل باندې هم تبادله خيال شوې

په دے موقع آرمى چيف  پاکستان کښې کورونا مخنيوى لپاره د چين په کردار  د خوشحالۍ اظهار کړېدې