ارمې چيف جنرل قمر جاويد باجوه په سرکارى دوره سعودى عرب ته رسيدلې

ارمې چيف جنرل قمر جاويد باجوه په سرکارى دوره سعودى عرب ته رسيدلې دې، ارمې چيف پرمهال د سعودې عرب ملټرې او سول قيادت سره ملاقاتونه کوې

د پاک فوځ سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه په  سرکارې دوره سعودې عرب ته رسيدلې دې، سعودې کښې د پاکستان نوي تعينات سفير ليفټينټ جنرل ريټائرډ بلال اکبر،ملټري اتاشي او سعودې چارواکو د ارمې چيف استقبال کړيدې، آرمې چيف به دوره پر مهال د سعودې عرب سول او ملټرې قيادت سره ملاقاتونه کوي، واضحه دې وې چې وزيراعظم عمران خان به راتلونکې هفته د سعودې په دوره ځې، د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدرې مطابق وزيراعظم عمران به پنځويشتمه روژه د سعودې په دوره ځي او سعودې قيادت سره ملاقاتونو کوې، وزيراعظم به عمرې سعادت هم ترلاسه کوې