ازبک صدر وزيراعظم عمران خان سره په ټيلى فون خبرې کړى

ازبک صدر شووکت مير ضيايف وزير اعظم عمران خان سره ټيلي فون د لارې خبرې کړي، خبرو کښې وزيراعظم ټرانس افغان ريلوے منصوبه وخت باندې پوره کيدو اعاده کړي، او ازبک صدر ته ئي د پاکستان دورے دعوت هم ورکړې، کوم چې ازبک صدر قبول کړيدې

ازبک صدرشووکت مير ضيايف وزير اعظم عمران خان ته ټيلي فون کړي، دواړه مشرانو دوه اړ خيزه معاشي اړيکو ته وده ورکولو باندې زور راوړې، او په ترجيحي بنيادونو ئي تجارتي معاهده کولو څرګندونه کړې، وزر اعظم په بيلا بيلو برخو کښې هم يو بل سره مرسته ترلاسه کولو څرګندونه کړي، وزير اعظم ازبک صدر ته وئيلي چې افغانستان کښې امن او استحکام د منطقې پرمختګ لپاره ضروري دې، او اعاده ئي کړې چې ټرانس افغان ريلوے منصوبه به هم په وخت پوره کړې شي،، وزير اعظم ازبک صدر ته پاکستان دوره کولو دعوت ورکړې، او څرګندونه ئي کړې چې دې دوره ،سره دواړو هيوادونو ترمينځ معاشي او تجارتي اړيکې به نورې هم سيوا شي، ازبک صدرد وزير اعظم عمران خان دعوت قبول کړېدې