اسامه کائره جنازه لنک سکول لاله موسى ميدان کښې ادا کړې شوه

0
104
اسامه کائره جنازه لنک سکول لاله موسى ميدان کښې ادا کړې شوه

تيره ورځ ټريفکي پيښه کښي پحق رسيدلي د پيپلز پارټي پنجاب صدر قمر زمان کائره زوئي اسامه کائره جنازه لاله موسي جي ټي روډ باندي لنک سکول ميدان کښې ادا کړلي شوه چي پکښې مختلف سياسي ، مذهبي او سماجي شخصاتو سره عام اولس په زرګاو شميره کښې ګډون وکړو ، په دے موقع فضا انتهائي غمجنه وه او هر سترګه په جړا وه
جنازه کښې د پيپلز پارټي چئيرمين بلاول بهتو زرداري ، پخواني صدر اصف علي زرداري پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ، راجه پرويز اشرف ، سيد خورشيد شاه د سند وزيراعلي سيد مراد شا او د پيپلز پارټي مرکزي او صوبائي مشرانو نه علاوه وفاقي وزير ريلوئے شيخ رشيد ګورنر پنجاب چوهدري سرور او صوبائي وزير اطلاعات صمصام بخاري سره ايم اين ايز اپم پي ايز او کارکنانو لوئي شميره کښې ګډون وکړو
جنازے وورستو اسامه کائره ميت خپل آبائي اديرے ته ورسولی شو چرته چي هغه ښاورو ته وسپارلے شو ،جنازے وورسته بلاول بهټو زرداري ،آصف زرداري او نورو سياسي شخصياتو قمر زمان کائره سره د هغه ځوان ځوئي په مرګ تعزيت کړو او فاتحه خواني وکړه
ياده دي وي چي تيره ورځ اسامه کائره خپل ملګري حمزه سره کهاريا او لاله موسي په لار کښې تيز رفتاري له وجه د تريفکي پيښې ښکار شوے اوو او د هغه ګاړے بے قابو کيدو وورستو سړک په غاړه يو بوټي سره جنګيدلے اوو چي نتيجه کښې اسامه په موقع ولي د هغه ملګري اسپتال کښې څا ورکړي وه