استازان د غلط فهمې ښکار کړې شوى ، على نواز اعوان

د وزير اعظم معاون خصوصي علي نواز اعوان وئيلي چې اسلام آباد کښې استازانو حکومتي آرډيننس وئيلو پرته احتجاج کړې، استادان د غلط فهمي ښکار کړې شوي، حکومت هغوي سره هيڅ ډول زيادتي نشي کولې

وفاقي سکولونه د اسلام آباد ميونسپل کارپوريشن د سورې لاندې ورکولو په اړه د وفاقي سکولونو اسټاف احتجاج کړې، دې اسټاف کښې استازان سره سره نان ټيچنګ اسټاف هم شامل دې، هغوي سکولونو کښې تعليمي سرګرميانو په مکمله توګه بند کړې، په دې اړه د وزير اعظم معاون خصوصي علي نواز اعوان بيان ورکړې، هغه وئيلي چې استازان په دې معامله ګمراه کړې شوي، استازانو پخپله حکومتي آرډيننس نه دې وئيلې، پکار ده چې هغوي دې تعليمي سرګرميانے بيرته پيل کړي، هغه زياته کړې چې استازان مونږ لپاره د احترام وړ دي، حکومت به هغوي سره هيڅ ډول زيادتي نه کوي، استازانو کوم جائز غوښتنې دي هغه به پوره کړې شي