اسحاق ډار بطور سنيټر څوګند پورته کړو

اسحاق ډار بطور سنيټر څوګند پورته کړو،چيئرمين سنيټ صادق سنجراني تري حلف اخستے،د حلف دوران د پي ټي آئي سنيټرانو ډير شور شغرب کړے او دچيئرمين د ډائس ګهيراؤ ئې هم کړے،امکان دے چې صبا له بطور وزيرخزانه هم څوګند پورته کړي
د مسلم ليګ رهنما اسحاق ډار چې کله د حلف پورته کولو لپاره سنيټ آف پاکستان ودانۍ ته راغے نو ډير په ګرمجوشۍ باندې ئې هرکلے اوکړے شو،ولې ايوان ته په راتلو باندې د تحريک انصاف سنيټرانو نعري وهل شور کړل،او خاص د حلف پورته کولو دوران ئې شور شغرب جوړکړو،د پي ټي آئي سنيټرز د چيئرمين د ډائس ګهيراؤ هم کړے،ولې ورستو ترې چيئرمين سنيټ صادق سنجراني حلف واخستو،په دے موقع د اسحاق ډار سره وزيراطلاعات مريم اورنګزيب،وزير داخله رانا ثناالله او وزيرقانون اعظم نزير تارډ هم موجود وو واضحه دي وي چې اسحاق ډار په کال دوه زره اتلسم کښې بطور سنيټر منتخب شوے وو ولې هغۀ تر نن تاريخه پورې حلف نه وو پورته کړے ذرائع وائي چې امکان دے اسحاق ډار بطور وزيرخزانه هم صباله حلف پورته کړي