اسحاق ډار هيڅ عدالت نه سزايافته نه دې

اسحاق ډار هيڅ عدالت نه سزايافته نه دې او ډير زر به د سينيټر په توګه حلف واخلي، وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب بيان، وائي چې عمران خان که اوس ژاړي او کۀ ځان وهي، خو اسحاق ډار وطن ته واپس راغلې دې، بلخوا ذرائع وائي چې لندن کښې د مريم اورنګزيب هراسګۍ معامله کښې ملوث کسانو پاسپورټ او نور دستاويزات منسوخ کيدو باندي غور روان دې،
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د اسحاق ډار واپسۍ باندي د يو فارن ايجنټ، د هيرو او ګهړو سوداګر او د چينواو اوړو غل ژړا جوړيږي، عمران خان کو اوس ژاړي يا چغې وهي ،اسحاق ډار وطن ته واپس راغلې دې، مريم اورنګزيب اوويل چې د اسحاق ډار واپس راتلل د عمران خان په شان دروغجن کس په مخ یوه داسې څپېړه ده، چې د هرې ورځې په تېرېدو به یې آواز زیاتېږي، اسحاق ډار به ډير زر بطور سينيټر حلف واخلي، بلطرفته سينټرل لندن کښې د وفاقي اطلاعاتو وزيري مريم اورنګزيب هراسه کونکي کسانو ډيټا ترلاسه شوېده، چې پکښې څلور ښځې او لس نارینه شامل دي، د هراسه کونکو شهريت په اړه ټول تفصيلات هم ترلاسه شوي دي، د دغو کسانو پاکستان لخوا جاري شوي ټول کريکټر سرټيفيکيټ منسوخ کولو فيصله شوېده ذرائع وائي چې د ملوث کسانو پاسپورټ اونائيکوپ منسوخ کولو باندي هم غور روان دې،