اسد عمر دا هم وئيلي چې سختې فيصلے خو عمران خان کړې وې

پخواني وفاقي وزير او د تحريک انصاف رهنما اسد عمر وئيلي چې حکومت شاهي فرمان جاري کړې او پټرول يې ديرش روپے ګرانه کړي، نظام چلول د موجوده حکومت د وس کار نه دې، که څيزونه ارزانه کولې نشي، نو په هغه ريټ دې برقرار وساتي، په کوم ريټ مونږ پريښي وو،
اسد عمر دا هم وئيلي چې سختې فيصلے خو عمران خان کړې وې، آئي ايم ايف ته يې ځان نه وو ټيټ کړې، عمران خان وئيلي وو چې اولس باندې به بار نه اچوو، او روس څخه به تيل اخلو، خو موجوده حکومت ملک چلولو کښې ناکامه شوي، اسد عمر زياته کړې روپے په قدر کښې هم کمې راغلې، که حکومت څيزونه نشي ارزانه کولې، نو کم از کم هغه نرخونه دې برقرار وساتي، کوم نرخونه چې عمران خان په دور کښې وو،