د تحريک انصاف رهنما اسد قيصر وئيلي دي چې په ايپکس کميټۍ کښې د وزير اعظم شهباز شريف وينا په سختو ټکو کښې غندنه کوم، زمونږ ليډرشپ اوس هم په خيبر پښتونخوا کښې ښۀ فعال دې، حکومت د ترهګرۍ په ختمولو کښې سنجيده نۀ دې،د امپورټډ حکومت رويه دا فسطائيت نه ډکه ده او د دوي کوشش دې چې د مخالفيونو آواز بند کړي
پيښور کښې د ايپکس کميټۍ غونډې دوران د وزير اعظم شهباز شريف وينا باندې د تحريک انصاف رهنما اسد قيصر غبرګون ښودلې او اوئيل چې وزير اعظم ته د خيبر پښتونخوا پوليس په اړه داسې وينا کول نۀ وه پکار اسد قيصر اووئيل چې پاکستان کښې د ترهګرۍ نه خيبر پښتونخوا صوبه ټولو نه زياته متاثره شويده،د تحريک انصاف په حکومت کښې ترهګري په مؤثره انداز کښې قابو کړيوه د پي ټي آئي رهنما اووئيل چې زمونږ په حکومت کښې بم دهماکې ،خود کش بريدونه او د ترهګرۍ پيښې نۀ وې شوې اسدقيصر اووئيل چې د موجوده حکومت د ترهګرۍ په ختمولو کښې سنجيده نۀ دې،د امپورټډ حکومت رويه دا فسطائيت نه ډکه ده او د دوي کوشش دې چې د مخالفيونو آواز بند کړي