اسد قيصر دعوې کړې چې د اوړو قيمتونو باندې به ډير زر قابو اومندلې شي

اسد قيصر دعوې کړې چې د اوړو قيمتونو باندې به ډير زر قابو اومندلې شي

سپيکر قومي اسمبلي اسد قيصر دعوې کړې چې د اوړو قيمتونو باندې به ډير زر قابو اومندلې شي، وائي چې د اوړو قيمتونو کښې کمې لپاره يو ټاسک ټيم جوړکړې شوې دې۔
سپيکر قومي اسمبلي اسد قيصر مرغز کښې ديو فري آئي کيمپ پرانستې دستورې ته وينا په وخت اووئيل چې اوړو بحران ختمولو لپاره روان کال به دري لاکه ټنه غنم درآمد کولې شي او پاسکو به يو لاکه ټن غنم خيبر پښتونخوا ته ورکوي،
اسد قيصر زياته کړه چې حکومت د پنځلس فلور ملونو لائسنس او د يوسل اتيا فلور ملونو کوټه معطل کړې ده، هغوي اووئيل چې د خوراکي څيزونو ګران خرڅ کوونکو خلاف به سخته کاروائي کولې شي،
د قامي اسمبلې سپيکر په مسئله کشمير حمايت کولو باندې د چين شکريه ادا کړې ده او وئيلي دي چې هندوستان مقبوضه کشمير کښې په نازي طرز حراستي مرکزونه جوړولو منصوبه جوړه کړي ده، هغوي اووئيل چي مسئله کشمير باندي د چين پوزيشن نه بدلولو او هند ته سلامتي کونسل ممبرانو ته د جواب ورکولو په موقف د چين شکر ګزار يو، چين هميشه دپاکستان مرسته کړې ده