اسد قيصر وئيلي چې د پروډکشن آرډر حوالې سره هيڅ قسمه دباؤ نشته

اسد قيصر وئيلي چې د پروډکشن آرډر حوالې سره هيڅ قسمه دباؤ نشته

د قومي اسمبلي سپيکر اسد قيصر وئيلي دي چې د پروډکشن آرډر حوالې سره هيڅ قسمه دباؤ نشته ، د ټولو نه زيات پروډکشن آرډرونه زما په دور کښې جاري شوي ،وائي چې د الله نه سيوا د هيچا نه نه ويريږم، د پارليمنټ بالادستي زما ذمه واري ده ، د اليکشن کميشن معامله کښې د آئيني بحران خطره نشته
د قومي اسمبلي سپيکر دا خبرې دمردان شيخ ملتون ټاون کښې د معذوره ماشومانو سنټر دي سپيچ اينډ هيئرنګ دورې په محال کړي دي
اسد قيصر اووئيل چې د اليکشن کميشن په اړه به د شوروپه ورځ د سينيټ او د قومي اسمبلي کميمټې غونډه کيږي او راروانه هفته کښې به ټول معاملات حل شي، د قانون سازي لپاره اپوزيشن سره په رابطه کښې يو،
د معذوره ماشومانو سنټرپه اړه اسد قيصر اووئيل چې زه به په ذاتي توګه د بيت المال ايم ډي سره رابطه کووم چې د سنټرنوره مرسته اوکړې شي
دقومي اسمبلي سپيکر سکول ته د کالج درجه ورکولو اود يو کړوړ روپو د امداد يقين دهاني اوکړه، په دې موقع دسنټر چلوونکي ايم اين اے شاهين سيف الله خان طورو،ايم پي اے ظاهر شاه طورو۔فاروق خان طورو هم موجود وو