اسلامى تهوارونو متعلق قامى يو والې پيدا کولو لپاره وزير مذهبى امور متحرک شوي

دپاکستان په آئين کې داقليتي برادري او زمونژ حقوق برابر دي: نورالحق قادري

اسلامى تهوارونو متعلق قامى يو والې پيدا کولو لپاره وزير مذهبى امور متحرک شويدې،وزارت مذهبى امورو لخوا د دريو صوبو وزرائے اعلې ته د رويت هلال قانون سازې متعلق مسوده ليږلې شويده، چې مقصد ئې د اسلامى تهوارونو خصوصا وړوکى او لوئې اختر دوران قامى هم اهنګى پيدا کول دى، سندهـ حکومت د وړاندې د قانون سازې په حق کښې قرار داد منظور کړيدې
سرچينو ترمخه د مذهبى امورو وزير نور الحق قادرى په هداياتو وزارت مذهبى امور خيبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب وزرائے اعلې ته مسوده ليږلې ده، د کوم مقصد چې رويت هلال په اړه قانون سازى کوؤل دى
سرچينى وائى چې وفاقى حکومت د اسلامى تهوارونو خصوصا اخترونو لپاره قامى هم اهنګى پيدا کوؤل غواړى، دې لړ کښې د قانون سازې لپاره څلور وانړو صوبو له قرار داد پاس کوؤل لازم دى،ياده دې وى چې سندهـ حکومت د وړاندې د قانون سازې په حق کښې قرار داد منظور کړيدې
د آئين مطابق د صوبو منظورې وروستو به رويت هلال مسوده د منظورې لپاره وفاقى کابينې ته ليږلې شى، او د باقاعده قانون سازې سره اسلامى تهوارونو بالخصوص د دوه، دوه اخترونو معامله به هم ختم شى او قامى هم آهنګې ته به فروغ ميلاؤ شى