اسلامى جمعيت طلبه دنوى کال تعليمى بجټ رد کړے

اسلامى جمعيت طلبه دنوى کال تعليمى بجټ رد کړے

اسلامى جميعت طلبه پيښور دنوى کال تعليمى بجټ په مکمله توګه رد کړے او وئيلى ئې دى چې موجوده بجټ کښې تعليم نظرانداز کولو سره صوبه کښې تعليمى مستقبل خطره کښې پريوتے دے،
داسلامى جمعيت طلبه پيښور دسورى لاندې دنوى کال دتعليمى بجټ خلاف پيښور پريس کلب مخې ته احتجاجى مظاهره شوې ده، مظاهرچيانو موجوده صوبائى بجټ په مکمله توګه رد کړے او وئيلى ئې دى چې موجوده بجټ تعليم دوست بجټ نه بلکې تعليم دښمنه بجټ دے ،
مظاهرچيانو اووئيل که چرې حکومت تعليم لپاره بيل کړے شوى بجټ کښې اضافه ونۀ کړه نو دټولې صوبې په کچ به داحتجاج لړۍ وغزوى چې ټوله ذمه وارى به ئې په موجوده حکومت وى