اسلام آبادهائيکورټ داکرم دراني په عبوري ضمانت کښې توسيع کړېده

اسلام آبادهائيکورټ داکرم دراني په عبوري ضمانت کښې توسيع کړېده

اسلام آبادهائيکورټ کښې د جمعيت علمائے اسلام رهنما اکرم دراني د ضمانت قبل از ګرفتاري کيس سماعت شوے، عدالت د اکرم دراني په عبوري ضمانت کښې د اوولسم مارچ پورې توسيع کړېده، اسلام آبادهائيکورټ نيب ته د جامع رپورټس پيش کولو حکم هم کړيدے
چيف جسټس اطهرمن الله او جسټس مياګل حسن اورنګزيب باندې مشتمل دوه کسيزه بنچ د اکرم دراني د کيس سماعت کړے، عدالت د نيب پراسيکوټر نه کيس د پيش رفت په حواله تپوس او وئيلي دي چي د جواب جمع کولو لپاره درته څومره وخت پکار دے،
د دې په جواب کښې نيب پراسيکيوټر وئيلي چې اکرم خان دراني ته نوټس جاري شوے، د جامع رپورټس لپاره نورې درې هفتې وخت پکار دے، په کوم سټيج کښې چې تحقيقات روان دي په دې کښې ګرفتارۍ نه شو کولے، دلائل آوريدو وروستو اسلام آباد هائيکورټ د نيب نه جامع رپورټ غوښتے او د اوولسم مارچ پورې ئې د کيس سماعت ملتوي کړيدے، د سماعت په موقع د اکرم دراني وکيل هم د نيب نه د جامع رپورټس استدعا وکړه#
لکي مروت ملخان ،لیاقت صیام وائس اور
قحطي ملخانو د لکي مروت مختلفو سيمو باندي حمله کړې او فصل ته ئې ډير زيان رسولې دې،د سيمې اولس حکومت نه مطالبه کړې چي د قحطې ملخانو مخنيوي لپاره اقدامات پورته کړي