اسلام آبادهائيکورټ نيب ته حکم ورکړي شپږويشتم جون دې آصف زرداري عدالت ته وړاندې کړے شي

0
43

اسلام آبادهائيکورټ کښې د پخواني صدر زرداري د ضمانت لپاره جعلي بينک اکاونټس کيس، د قيمتي بلټ پروف ګاډو او توشه خانو متعلق کيس سماعت اوشو، عدالت نيب ته حکم ورکړو، چې په شپږويشتم جون دې آصف زرداري عدالت ته وړاندې کړے شي چې په درې واړه درخواستونو يو ځائے سماعت وکړےشي
د جعلي بينک اکاونټس ،بلټ پروف ګاډو او توشه خانو متعلق کيس اسلام آباد هائيکورټ کښې دوه کسيزه بنچ سماعت وکړو، د سماعت دوران جسټس عامرفاروق پوښتنه وکړه چې دلته خو څلور ايف آئي آر موجود دي ، که چرې ملزم په يوکيس کښې ګرفتار وي نو د نورو کيسونو به څه طريقه کار وي، آصف زرداري وکيل فاروق ايچ نائيک ووئيل چې د قانون مطابق آصف زرداري په کسټډي کښې دے،خو د هغه حاضري عدالت کښې ضروري ده، نيب پراسيکوټر سردارمظفر ووئيل چې هغه په جسماني ريمانډ د نيب سره دے،جسټس عامرفاروق ووئيل چې آصف زرداري د نيب په کسټډي وي نو د هغه عدالت کښې حاضري او واپسي د نيب ذمه واري ده، فاروق ايچ نائيک ووئيل چې زما د موکل بنيادي حق متاثره کيږي، د ګاډو کيس کښې آصف زرداري ګرفتار نه دے نو ځکه د هغه پيش کول لازمي دي،
لطيف کهوسه ووئيل چې ټرائل کورټ ته وړاندې کولې شي نو دلته نيب ته څه مسئله ده
د دواړو اړخو دلائل اوريدو وروستو عدالت آصف علي زرداري په شپږويشم جون عدالت ته پيش کولو حکم ورکړو او سماعت ئې ملتوي کړؤ