اسلام آبادهائيکورټ کښې د اکرم دراني په عبوري ضمانت کښې توسيع کړېده

نيب داکرم خان درانې نوم اې سې ايل کښې شاملولو سفارش کړې

اسلام آبادهائيکورټ کښې د جےيوآئي مشر اکرم دراني په عبوري ضمانت کښې د اتم دسمبر پورې توسيع کړېده، د سماعت په موقع چيف جسټس اطهرمن الله ريمارکس ورکړي چې نيب د وارنټ ګرفتارۍ غلط استعمال نشي کولے، چې نامزدملزم د نيب سره تعاون کوي او عدالت ته وړاندې کيږي نو بيا تاسو ګرفتاري ولې غوارې ؟
د چيف جسټس اطهر من الله په مشرې کښې د اسلام آباد هائيکورټ دوه کيسيزه بنچ د اکرم دراني په عبوري ضمانت کښې د توسيع حوالې د درخواست سماعت کړيدې
رهنماجےيوآئي اکرم دراني او د هغه زوي زاهد دراني عدالت ته وړاندې شويدي۔ سماعت دوران عدالت د نيب وکيل نه تپوس وکړو چې نيب لخوا جواب جمع کړې شوي که نه؟ د نيب وکيل عدالت خبر کړې چي وارنټ ګرفتاري نشته ځکه نيب هم جواب نه دے جمع کړے
جسټس مياګل حسن اورنګزيب ريمارکس ورکړې چي چې کله هم مونږ درخواست فيصله کړو نو د هغې وروستو نيب ګرفتاري کوي ، مفتاح اسماعيل کيس او نورو کيسونو کښې هم داسې شويدي، چيف جسټس ووئيل چې تاسو څوک هم ګرفتاروۍ نو د هغه خلاف ټهوس شواهد پکار وي، نيب ګرفتارۍ سره په قومي خزانه بې ځايه بوج اچوي، نيب پراسيکوټر وئيلي دي چي د اکرم دراني خلاف درې مختلف انکوائريز روانې دي ولي مونږ سره صرف د رحمت الله د ګرفتارۍ وارنټ دے، څوک چې د اکرم دراني پرسنل سيکريټري دے
چيف جسټس زياته کړيده چي تاسو د شواهدجمع کولو لپاره ګرفتاري ولې کوې، دې کار لپاره نيب روزانه تفتيش لپاره څوک هم راغوښتے شي، د سماعت وروستو عدالت د رحمت الله کيس کښې جواب او سوالنامه جمع کولو هدايت کړے او د کيس سماعت ئې اتم دسمبر پورې ملتوي کړيدے