اسلام آبادهائيکورټ کښې د پي ايم ډي سي متعلق کيس کښې سيکريټري صحت او نور متعلقه حکام طلب کړي

اسلام آبادهائيکورټ کښې د پي ايم ډي سي متعلق کيس کښې سيکريټري صحت او نور متعلقه حکام طلب کړي

اسلام آبادهائيکورټ کښې د پي ايم ډي سي د عدم بحالۍ متعلق د کيس سماعت شوے، توهين عدالت په کيس کښې اسلام آبادهائيکورټ سيکريټري صحت، ډي سي اسلام آباد او نور متعلقه حکام سبا له په ذاتي حيثيت کښې طلب کړيدي، عدالت رجسټرارحيظ الدين ته هم نوټس جاري کړے او سبا ئې ترې رپورټ غوښتے دے
د اسلام آبادهائيکورټ جج، جسټس محسن اخترکياني د پي ايم ډي سي د عدم بحالۍ متعلق درخواست باندې سماعت وکړو، رجسټرار پي ايم ډي سي وئيلي دي چې عدالت ماته د چارج سنبهالولو حکم کړے وو خو ولې کله چې د چارج سنبهالولو لپاره لاړم نو حکومت خپل ګارډ په ګيټ ودرولي وو او زۀ ئې مخکښې پرې نه ښودم، حکومت په عدالتي احکاماتو باندې تراوسه عملدرآمد نۀ دے کړے، په دې معامله عدالت د ايډيشنل اټارني جنرل ته استفسار کړے چې حکومت نوے رجسټرار پي ايم ډي سي تعينات کړے او که نه؟ ، اټارني جنرل په ځواب کښې وئيلي چې اوسه پورې نۀ دے تعينات شوے، اسلام آبادهائيکورټ توهين عدالت کيس کښې سيکريټري صحت، د وزارت صحت سيکشن آفيسر، ډي سي اسلام آباد، او ايس ايچ او تهانه رمنه په ذاتي حيثيت کښې طلب کړي او د کيس سماعت ئې تر سبا پورې ملتوي کړېدے، عدالت د رجسټرار پي ايم ډي سي حفيظ نه هم سبا پورې جواب طلب کړيدے