اسلام آباد ايف نائن پارک جنسي زيادتي کيس، دسي آئي اے مشکوک کسانو خلاف کريک ډاون جاري

ايف نائن پارک کښې مبينه زيادتي پيښه

اسلام آباد ايف نائن پارک کښې د جنيۍ سره جنسي زيادتي کيس، د تحقيقاتو سلسله کښې سي آئي اے لخوا مشکوک کسانو خلاف کريک ډاون جاري دے، تر دي دمه سل نه سيوا شکمن کسان نيولي شوي، چي پکښې د ملزمانو شناخت نه دے شوے، پوليس مطابق ملزمان د واردات نه پس د پارک يو ګيت په ذريعه هم بهر نه دي وتي،ځکه چي دپارک په يو کيمره کښې هم ملزمان په نظر نه راځي،وائي چي د سيف سټي کيمرو په ذريعه به دغه کسان نيولے شي

د سرښاراسلام آباد ايف نائن پارک کښې جنيۍ سره جنسي زيادتي کيس تحقيقات روان دي، تر دي مه سل نه سيوا کسان نيولي شوي،چي پکښې د ملزمانو شناخت نه دے شوے، پوليس وائي چي ملزمان وسله وال وو، ښکاري داسي چي تعلق ئي د ډکيت ګينګ سره وو، پوليس مطابق واردات نه ورستو ملزمان د پارک يو ګيټ په ذريعه هم بهر نه دي وتي، ځکه چي د پارک په کيمرو کښې ملزمان په نظر نه دي راغلي، پوليس وائي چي ايف نائن پارک کښې کارکونکي د ټول کسانو چهان بين هم جاري دے، د سيف سټي کيمرو په ذريعه به ملزمانو ته رسائي کولے شي، بلخوا اسلام آباد پوليس شهريانو ته هدايات جاري کړيدي چي د ماښام نه پس پارک کښې صرف هغه ځائنو پورۍ ځان محدود ساتۍ، چرته چي لائټس لګيډلي دي