اسلام آباد جناح کنونش سنټر کښې پرچم کشائي مرکزي دستوره شوې

اسلام آباد جناح کنونش سنټر کښې پرچم کشائي مرکزي دستوره شوې دستوره کښې وزيراعظم شهباز شريف هم شرکت کړے ، وزيراعظم شهباز شريف قامي جهنډا خيژولې ده ،دستوره کښې چيئرمين سينيټ ، سپيکر قومي اسمبلي او وفاقي وزيرانو شرکت کړے ، وزيراعظم دستورې ته خطاب کښې وئيلي دي چې مونږه جوهري طاقت جوړيدلے شو نو معاشي قوت ولې نشو جوړيدے ؟ملک کښې مسلو حل کولو لپاره دا وخت قومي مذاکراتو ضرورت دے
وزيراعظم شهباز شريف يوم آزادۍ مرکزي دستورې ته خطاب کړے دے ،مايوسي خورونکو نن بيا ماتې خوړلې ده ، مسلح افواج سره به په شريکه د دښمانانو عزائم په خاورو کښې ګډولے شي ، ملک کښې دا وخت د قومي مذاکرات ضروت دے ، کچکول ماتولو لپاره مونږ ټولو ته يو موټے کيدل پکار دي ، شهباز شريف وينا وه چې مونږه ملک کښې معاشي قوت جوړولو عهد کړے ، مونږ جوهري طاقت جوړيدلے شو نو معاشي قوت ولې نشو جوړيدے، د پاکستان قيام د څه معجزے نه کم دے ، د ملک ودانۍ او ترقۍ کښې د بهر ملکونو پاکستانيانو کردار ستائنه کوم تقريب کښې د سينيټ او قومي اسمبلۍ غړي ،وزيراطلاعات مريم اورنګزيب، وزير قانون اعظم نذير تارړ او عسکري قيادت هم ګډون کړے،